غم پر پښتانه د خوشحالو غزلي نه ليکم
نور به دسرو ښونډو د بنګړو غزلي نه ليکم
تل به د پښتو اٶ پښتنو ستاينه کـــړمـه زه
ځوئ د پښتانه زه د پريدو غزلي نه ليکم
ډير ځلمي يې وخوړ مندي بوري پښتنې وينم
مــــوږ د آمـــــن وږي د جنګو غزلي نه ليکم
ما د خپلي خاٶري اتلان هر وخت ياد کړي دي
سودا چي د وطن کړي پر هغــو غزلي نه ليکم
زه خـو د پښتو ادب خدمت لوئې عبادت ګنړم
زه اولس يار هيڅ په څو پيسو غزلي نه ليکم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اولس يار کـاکـړ ـ
نوي کرښي ملګرو شوخي معاف ،،
ــــــــــــــــــــــــــ
،
جانان مي ښاهسته دئې جګه ونه د چينار په شان
بل شکلئ به نه وي په مثال ځما د يار په شان
ستــرګــو کي اثر لري تور بانړه خنجـــــر لــــري
سپـين يې اننګي دي اٶ سرې ښونډي د آنار په شان
سترګي دواړه ځما ړندې تا پسي ليلا ړندې
ختمي به تيارې شي يٶ ځل راشه د سحار په شان
پرې مي کړه سينه ګراني اوګوره مي زړه ګراني
سوئ ستا له غمه په کوګل کي د انګار په شان
ما خپل کړه ليلا مي شه خوږ زړه ته دوا مي شه
عشق کي دي پاګل يم رنګ مي زيړ ده د بيمار په شان
پام کوه مئين نه شې زړه باندي خوږمن به شې
ټوله شپه به ژاړې بيا ته هم د اولس يار په شان
ـــــــــــــــــــــ
اولس يار کـاکـړ ـ
0 Comments