مــرګى دې راشي له ژوندونه مې اوس کرکه کېژي
چي په خپل کور کې مې د مور او بابا سپکه کېژي
اې پښـتـنـو چــې اتفــــاق او اتـــحــاد ونــه کــړو
د ګـل ځــوانانـو بـه مـــو تل دغسـې ورکـــه کـېـژي
کـه سـره يـو شو يو لښکــر شو نـو ځواب مـو نشته
مخنيـوى هم د هـر جـابر بــه ښــــه پـــه کلکـه کېـژي
هـغــه بــه تل وي زرغــونـــه هـم ګـلابــونــه غـېـږ کي
چي د رحمت باران د خـداى پر کـومـــه ځـمـکـه کېژي
زه اولس يار څنګه خوشحال شم خـنـدا څنګه اوکړم
وينـم ظلـمـــونـــه مي پر قــام ډېـر بې درکــه کـېـژي
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
اولس يار کاکـړ ـ
0 Comments