Subscribe Us

Header Ads

جوڑہ لاس مورکٸ اونسی

 غزل


زړۀ سره دهوکه به رانه وۀ نۀ شي

نه نه یارانه بۀ رانه وۀ نۀ شي


زۀ یو چا لۀ پاره اوس حرام وکړم

نه ساقي نشه بۀ رانه وۀ نۀ شي


شکر مسلمان یمه یو خدائے لرم

بل چاته سجده بۀ رانه وۀ نۀ شي


نه د محبت قیصه مې مۀ چېړه

نه کنه هغه بۀ رانه وۀ نۀ شي


جار شمه *شایانه* خو توبه مې ده 

مینه دوباره بۀ رانه وۀ نۀ شي


 *شایان معصوم*


Post a Comment

0 Comments