فطرت می جمعیت کښی کړی وحدت نه تقــــــاضــــــا
دا ځکه خو نفرت کــــــوی الفـــــــــت نه تقـــــاضـــــا
د ژوند په تیرولو کښی مرام پسې مرام
کوی می ارمـــــــانونـــــــه د حســــرت نه تقــــاضـــــا
پیړۍ شوی پکښی تیری خو بــــدلون پکښی رانغلـــــــو
هر څو که انقـــــــــلاب غواړې جــــــــدت نه تقــــاضـــا
یو خه خبر ه دا ده چی په خــــــله کښیدو لا ســـــو نــه
چی حــــــــــق کؤلے نه شی حقیقــــــت نه تقـــــاضــــا
یو شور شی چی راخور شی د ګبین دمچــو ســیــال
په حـــــــــــــال دا بی رحمۍ کؤی قدرت نه تقــــاضــــا
جواب یٸ زما زړه کښی دے او سوال دے ستا په سترګو
اٸین می دا پښـــــــــــــتوکؤی غیـــــــرت نه تقــــاضــــا
چی نه یٸ ابتدا نه انتهاء شـــــــته دے اکبــــــــــــــره
پکار ده روښـــــــــانی داسی قوت نه تقـــــاضـــــا
0 Comments