غم پر پښتانه د خوشحالو غزلي نه ليکم
نور به دسرو ښونډو د بنګړو غزلي نه ليکم
تل به د پښتو اٶ پښتنو ستاينه کـــړمـه زه
ځوئ د پښتانه زه د پريدو غزلي نه ليکم
ډير ځلمي يې وخوړ مندي بوري پښتنې وينم
مــــوږ د آمـــــن وږي د جنګو غزلي نه ليکم
ما د خپلي خاٶري اتلان هر وخت ياد کړي دي
سودا چي د وطن کړي پر هغــو غزلي نه ليکم
زه خـو د پښتو ادب خدمت لوئې عبادت ګنړم
زه اولس يار هيڅ په څو پيسو غزلي نه ليکم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اولس يار کـاکـړ ـ
0 Comments