تهٔ اول هم جنتي وې تهٔ اخِر هم جنتي شوې
خو يو ماته دې ونهٔ وې
چې تهٔ ولې دوزخي شوې
بې د خُدايه چې دې طمع د بل چا ځنې پېدا شوه
څومره خوار شوې څومره سپک شوې په قدم قدم سوالي شوې
ما چې تاته جانان ووې او تا ماته جانان ووې
زهٔ هوا د پسرلي شوم خو تهٔ ګل د پسرلي شوې
په دې دومره لوې جهان کښې تا يو زهٔ زغملے نهٔ شوم
چې دې ماته دشمن ووې تهٔ پخپله لعنتي شوې
د پنجرې دنَنه ناست يې او خپل ځان ته ازاد وايې
که صورت دې د انسان دے خو په عقل کښې طوطي شوې
زاهدي دې د رندۍ نه بالا تره نهٔ ښکاريږي
چې يواځې د خپل ځان شوې
تهٔ عاصي شوې که ولي شوې
د اذان نه تر تکبيره دومره لږ ساعت د پاره
د حېرت ګوته په خُلهٔ شوم چې تهٔ ولې لالچي شوې
چې دې حق وېنا شورع کړه د باتِل ذهن دشمن شوې
داسې ښکاري چې دې لړ کښې تهٔ هم رور د روحاني شوې
0 Comments