نظم
ناست په تصــور تصـــوير ده يار جوړوم
تــور نــري بـانـړه ٸے په قطار جــــــوړوم
قلم پــرې ګرزيدو کښــې ساه نيٶلے شـي
ستـــــــرګې ٸے نشه لکه کْـوکنار جـوړٶم
حيـــــران يمه ده کم ګله رنــــګ راوړمــه
ســــره ســــره اننګـي لکه انــار جـــوړوم
نو اوګــــوره جمال کښې ٸے دا نوے رنګ
شونــــډې ٸے غوټــــۍ ده لالازار جوړٶم
ده زلفـــو ځنګل څنــــګه تار په تار کړمه
ســــم لکه زرګــــــــــر ده زرو تار جوړٶم
په دنګه نرۍ پــوزه ٸے ښــــاٸست امبار
داســــې لګه زړه له مـې سينګار جوږٶم
ده قد قامــــت ٸے څنګه اندازه درکـــړم
دنګه ونه غـــاړه ده چـــينار جـــــــوړٶم
ودان پاګل لګيا دے چــې زما به شــــي
دا چــــې ناز په ناز ورله رخسار جوړٶم
غريبٸــــۍ يمه ده ستا نه لــــــــرې کړے
ژوند له مې عکسونو کښې قرار جوړٶم
0 Comments