Subscribe Us

Header Ads

Zikry ilhe kawa

 ذکرِ الٰہی کوہ زړ‎هٔ به دې خوشحاله وي

مینه د نبي ص کوہ زړ‎هٔ به دې خوشحاله وي


تیر شه د یزید شمر

یار د اھلِ  بیتو شه

قدر د علي ر ص کوہ زړ‎هٔ به دې خوشحاله وي


غواړ‎ہ د الله رضا خپله رضا مهٔ کوه

داسي بندگي کوہ زړ‎هٔ به دې خوشحاله وي


دا د شمار ژوندون څهٔ دے دې پسې زړ‎هٔ مهٔ تړ‎ہ

مخکښې تیاري کوہ زړ‎هٔ به دې خوشحاله وي


پریږ‎دہ د دنیا حرص دا دې پکار نهٔ راځي

پاکه ملنگي کوہ زړ‎هٔ به دې خوشحاله وي


اوتې بوتې مهٔ وایه پریږ‎دہ مجازي مینه

مینه حقیقي کوہ زړ‎هٔ به دې خوشحاله وي


زړ‎هٔ ته کهٔ سکون غواړ‎ې شه د شاہ ستار ر ح غلام

سوال کوہ زاري کوہ زړ‎هٔ به دې خوشحاله وي


ھر کهٔ عیش عشرت کوي ځان ورسرہ سم نهٔ کړ‎ې

خپله عاجزي کوہ زړ‎هٔ به دې خوشحاله وي


ورکړ‎ہ صدقه خیرات یو به شي په سل حساب

داسې مزدوري کوہ زړ‎هٔ به دې خوشحاله وي


غواړ‎ي روښاني کهٔ تهٔ پس له مرگه مړ‎ نهٔ شې

داسې شاعري کوہ زړ‎هٔ به دې خوشحاله وي

Post a Comment

0 Comments