ځان خلاصوي ډير په چل ول د پښتو
هيچا راټول نه کړو وربل د پښتو
زه مې په خپله پښتو ښه پوهيږم
ماته دې نه ښاېي څوک چل د پښتو
ځان ته په ډکه خله پښتون به واېي
کولې نه شي به ليکل د پښتو د پښتو
څوک چې زما پښتو ته سپک نظر کړي
خدائ دې رسوا کړي دغه غل د پښتو
که پر مختګ وي پر مختګ به وکړو
که چا لاس راکړو مکمل د پښتو
په نورو ژبو کښې ډير سپک ښکاريږي
چې په وئيلو کښې وي شل د پښتو
چې نور قامونه کوي خپل غمونه
تاله پکار دى غم اول د پښتو
پردي به څه وساتي خيال د پښتو
ته چې په خپله نه شوې خپل د پښتو
که د پښتو ليکل په وينه وکړو
بيا به هم خلاص نه کړو بدل د پښتو
هسکه غړۍ او سر لوړي ده پکښې
چا چې را خپل کړو ښه عمل د پښتو
يو شعر چې وايم پسې بل راياد شي
نن راله ډير راځي وئېل د پښتو
ناسته ولاړه چې پښتو کښې وشي
ماته ډير دروند ښکاري محفل د پښتو
څومره مزه کوي مئين چې کوي
په حيادار نظر کتل د پښتو
اسلام ښائسته وو خو لا نور ښکلې شو
چې شولو پورې پرې کجل د پښتو
چرته چې حل د مسئلې ونه شي
بيا ورته ګوري چرته حل د پښتو
د پښتنو چې بې ننګي ډيره شي
هلته کښې راشي بيا اجل د پښتو
هسې به ځان ته اتلان وايي خو
رښتيا به نه وي يو اتل د پښتو
دا يو پښتو ته چې پښتون ته خاېې
دشمن ته ايغ نېغ ودريدل د پښتو
خوشحال به بيرته د خفګانه مړ شي
چې ګام په ګام ويني قاتل د پښتو
چې په پښتو ژبه خبرې کوي
خوښ مې وي روغو کښې پاګل د پښتو
يو چا زما سره اوږه په اوږه
تر وسه ونه کړو مزل د پښتو
زه درسره اخلم يو زر قدمه
چې راسره اخلې يو پل د پښتو
بيا به د نورو چاپيرچل ته نه ځې
که در معلوم شو چاپيرچل د پښتو
تر وسه ياد دي د پښتو په نامه
څوک چې کېدل قربانيدل د پښتو
دا رقيبان به مې دانه وانه کړم
لاس راله راکړه زه توکل د پښتو
دا چې انګريز بيا پ ه شا ونه کتل
زور يې ليدلۍ سل په سل د پښتو
تر څو چې تن کښې زما ساه غړيږي
زه به په غم کښې ېمه تل د پښتو
باقي د نيت نه دې الله خبر دۍ
ما خو در کړې ده منګول د پښتو
که د جنګونو سبب نه جوړيدۍ
منم چې ښکلي دي کنزل د پښتو
هغه په چم ګاونډ کښې ښکلۍ ښکاري
د چا په لاس کښې چې وي ګل د پښتو
ته که د زړه نه په پښتو مئېن شوې
درته خوره به شي څنګل د پښتو
هسې لږ سوچ په دې خبره وکړه
څومره وي خوږ هر يو متل د پښتو
ائ پښتنو ځانونه وپيژنۍ
راځئ چې بيا جوړ کړو محل د پښتو
ما روښاني هم په پښتو وليکو
خلق دې هم ليکي غزل د پښتو
0 Comments