Subscribe Us

Header Ads

غزل څۀ تہ وائيPashto adabi darbar

 *غزل څۀ وائي؟*

د غزل تعریف دے د ښځو سره خبرې کول

بل تعریف 

هغه کېفیت کله چې ښکاري سپے د هوسۍ تعقب کوي او د هوسۍ امید ختم شي او ګېره شي د هوسۍ پۀ سترګو کښې لۀ غمه دغه اوښکو او پۀ خُلۀ فریاد  وي دغه کېفیت ته غزل وئېلے کېږي

غزل د عربۍ د قصیدې د تشبیب الفاظ دي چې پۀ هغې کښې شاعر د خپلې مینې او عقیدت اظهار کوي

د هغه بنده سره چې د چا پۀ شان کښې قصیده لیکلے کېږي 

فارسیبانو دغه د تشبیب چې کومه برخه وه دغه یې بېله کړه او دې صنف له یې ځان له یوه نامه ورکړه غزل

غزل د نورو مشرقي ژبو سره سره د فارسۍ پۀ لار پښتو ته راغے 

پۀ دې کښې زمونږ د پښتو شعر و ادب مشرانو استاذانو ډېر تجربې وکړې 

خصوصً پۀ پښتو شعر و ادب کښې د بهترین غزل خوشحال خان خټک لیکلے د دوي پس د حمید بابا غزل یادېږي مېجر راورټي وائي چې پۀ پښتو ادب کښې د خوشحال بابا نه پس د حمیدبابا غزل د اعلی پاې دے

غزل به مطلع او مقطع لري پۀ غزل کښې متفرق مضامین بیانېږي هر شعر به یې ځان له مکمل مضمون لري هر شعر به د بل شعر نه جدا مضمون لري

وړومبۍ دوه مصرعې به اهم قافیه وي بحر لنډ او وږدۀ هر څنګه کېدے شي مردف غزل ته ډېر اهمیت حاصل دے غزل مردف هم کېدے شي او غېر مردف هم 

خوشحال بابا وائي چې د ښو لیکلو د پاره مطالعه او مشق ډېر ضروري دے د الفاظو نشست و برخاست ضروري دے بر موقع بر محل د الفاظو استعمال ضروري دے پۀ غزل کښې د علم بدیع او علم بیان خوبۍ ځاے کول غزل اعلی او عرفا کړي لکه اوس د مینې مضمون دے دا د اول نه تر اخرې د ټولو انسانو مشترکه مضمون دے پۀ دې کښې هر سړے د خپلې مینې اظهار کوي د هجران ژړا ژړاي د وصال خوشحالۍ پکښې ځاے کوي خو دا د شاعر پۀ صلاحیاتو باندې منحصر ده چې هغه پۀ څومره ښۀ انداز خپل کېفیات او جذبات بیانوي څومره چې د تشبیاتو، استعاراتو د ادبي صنعتونو نه ډک غزل وي دومر دا اعلی او عرفا وي

 د غزل د شعرونو توالت ځنې مشران تر دیارلسو پورې یاد کړي او کم تر پېنځو پورې خو رحمان تر شپېتو ۶۰ پورې لیکلي دي او تقریبً د یو سل  شپېتو ۱۶۰ پورې خوشحال بابا لیکلي دي دغه قېد زمونږ استاذانو مات کړے غزل چې څوک هر څومره تویل لیکلے شي اجازت دے

 

*عروضي نظام څۀ ته وائي؟*

پۀ دې علم زۀ ډېر حاوي نۀ یم خو 

شاعري د عروضو نه علاوه کېدے نۀ شي دا خو لازمي ده چې مونږ به شاعري د عروضي نظام د لاندې کو خو زمونږ سره چې کوم عروضي نظام دے هغه د عربۍ دے چونکې زمونږ پۀ ژبه باندې د عربۍ او فارسۍ اثرات زیات دي نو مونږ به مجبورً د هغې عروضو د لاندې شاعري کو د پښتو عروضي نظام پۀ حواله باندې دوریش دُراني صېب هم یؤ کتاب لیکلے خو کۀ پۀ دغه علم کښې مونږ زیات بوخت شو نو زمونږ د غزل نه به خوند او رنګ لاړ شي زۀ وایم چې کومه شاعري خوشحال بابا کړې ده حمید بابا کړې ده مونږ چې پۀ دغه نظام کښې شاعري کو نو دا به مقبولیت ومومي بله خبره د مقبولت نو چونکې فی الحال زمونږ مزاجونه ورسره اشنا نۀ دي پۀ دغه حواله سمندر خان سمندر صېب هم لیکل کړي دي لکه د الفاظو صحیح تلفظ لکه شدت یا لفظ نرم پرېښودل نو هغه به خامخوا مونږ ته فی الحال مثنوغي محسوسېږي تر څو پورې چې مونږ ټول د دغې نظام سره اشنا شوي نۀ یو 

پۀ شعر کښې چې کوم وزن بحر وي او د هغې پۀ قاعده کښې مونږ کوم کلام لیکو نو دغه عروض دي یعنې د چپو شمار، وزن، بحر  زیات عبور پرې نۀ لرم

  

سوال

 *افسانه کښې جُزیات نګاري؟*

پۀ دې حواله به زۀ د اجمل خټک یوه خبره دلته وړاندې کړم هغوي وائي پۀ افسانه کښې به یؤ مقصد وي یؤه واقعه به وي هغه به بیانول وي

 لکه مثال 

یؤ بنده دے هغه د حاجي کېمپ اډې نه روان دے صدر ته د دۀ مقصد دے صدر ته رسېدل خو چې پۀ لاره ځي نو دا به د هشنغرۍ واقعات هم بیانوي دا به د فردوس واقعات هم بیانوي خو د دۀ مقصد به وي ځان صدر ته رسول 

پۀ لاره چې دے څۀ ویني مثلاً چرته به یؤ مداري وي هغه به ډوګډوګے غږوي د هغې بیان چرته به چا د چا نه جېب وهلے وي د هغې قصه خو مختصره دې ته وائي جُزیات نګاري دا پۀ افسانه ډېر ښۀ اثر پرېباسي څومره چې افسانه ښکلې شي دومره افسانه زورداره وي 

*پام لرنه*

پۀ جُزیاتو کښې به لیکونکے دومره نۀ ورکېږي چې خپل مقصد ترې هېر شي او د جُزیات  لۀ کبله ترې افسانه د توالت ښکار شي جُزبات به مختصر وي او لیکونکے به خپل مقصد ته به ځان رسوي


*محاکات څۀ ته وائي*

محاکات د انساني جذبې ښودل پۀ لفظو کښې دې ته محاکات وائي 

زما پۀ خیال د افسانې د پاره محاکات نګاري زیاته ضروري ده څومره چې د یؤ لیکونکي پۀ دې لاس بر وي دومره به هغه ښه افسانه لیکي 


*پېکر څۀ ته وائي*

پېکر اصل کښې وجود ته وائي د یو افسانې د پلاټ وجود د یؤ کردار وجود هغه به مونږ څنګه ښکاره کو مثال یؤ رېړې والا دے هغه به رېړې والا پۀ الفاظو کښې خبره کړي یؤ پروفسر هغه به د پروفسر پۀ الفاظو کښې خبره کوي نو دا مونږ د هغه پېکر ښکاره کړو د هغه حصیت مو ښکاره کړو


*ادب څۀ ته وائي د ادب پۀ معاشره کښې څۀ کردار دے*


ادب د هذب نه وتے د عربۍ ژبې تورے دے لغوي معنی یې هغه ونه ده د کومې ونې چې ښاخ تراشي وشي صفائي یې وشي ادب هم سپېځلے څیز دے خبرې پۀ شائستګۍ سره د معاشرې نه راخستل دي پۀ معاشره باندې د ادب مثبت ډېر اثر دے ځکه چې د دیوار برلن پۀ غورځېدو د شاعر د یؤ نظم ډېر لوي لاس وۀ د ادب ذریعه شاعران د خپل قام اصلاح کوي معاشرې ته پۀ خپل شعر کښې د هغوي ښۀ او بد پۀ ګوته کوي د حوصله افزائې او ستائېنې پۀ الفاظو سره خپل قام نېک کار پله رابلي 

شاعر پۀ معاشره کښې ډېر لوي بدلون راوستے شي پۀ شرط د دې چې د دۀ فن کامل وي لکه مثال

د مېوند د ملالۍ ټپه او د هغې پس منظر 


*کۀ پۀ مېوند کښې شهید نۀ شوې*

*ګرانه لالیه بې ننګۍ له دې ساتینه* 

مختصر پس منظر

د جنګ پۀ دوران کښې چې کله د پښتنو شکست یقیني شو نو یوه پُښتنه پېغله د جنګ میدان ته لاړه د یؤ کمر پۀ سر ودرېده پۀ دغه جنګ دغه لښکر کښې د دې پېغلې چنغول هم وۀ چې هغه کله دغه ټپه واورېده نو غېرت او جذبه کښې راغے دغه ټپه ورته پېغور ودرېد کۀ زۀ چرې وتښتم او مېدان بائېلم نو زۀ به دې سره څنګه سترګې لګوم هغه ډېر پۀ مړانې سره جنګ وکړو او دغه جنګ پښتنو وګټو د ادب پۀ بدلون کښې لوي لاس دے


*فلسفه څۀ ته وائي*

د یو څیز پۀ حواله باندې ځان پوهه کول دې ته فلسفه وائي


*اصطراب څۀ ته وائي* 

مثال

د رباب تار له چې پۀ مضراب ضرب ورکړے شي پۀ د رباب پۀ کښې چې کومه بې چېني او بې قراري پېدا شي او تار رپېږي اصل کښې دغه اصطراب دے 

دغه کېفیت پۀ انسان هم طاري کېږي دغه کېفیت ته اصطراب وئېلے شي 


*رباغي څۀ ته وائي*

رباغي د ربعه نه وتې ده مطلب څلور پوهان وائي چې د رباغي به څلور مصرعې وي اولنے بیت به اهم قافیه وي درېمه مصرعه  به ازاده وي او څلورمه بیا اهم قافیه وي او دا به پۀ محصوص بحر کښې لیکلے کېږي پۀ یولسو ۱۱ چپو کښې


*قرینه څۀ ته وائي*

زما تر خیاله د یؤ څیز د بل سره تړون پۀ علاماتي انداز کښې دغه قرینه ده علامت یعنې د یؤ څیز د بل سره پېوستګي تړون


*پۀ افسانه کښې څۀ پکار دي؟*


پۀ افسانه کښې افسانوي ژبه ډېره لازم ده زودار اغاز پکار دے او سکښتے پلاټ یعنې یؤ بل سره تړلي واقعات د زیات جُزیات نګارۍ نه ځان ساتل پکار دي پۀ لږو ټکو کښې ډېره خبره کول تجسُس پکار دے بیا افسانې له اختتامي شکل پۀ داسې انداز ورکول چې  لوستونکے پۀ داسې عجیبه تذبذب او ذهني خلجان کښې پاتې شي چې یعنې د دې نه مخکې به څۀ شوي وي چې لوستونکے بیا خپله سوچ کوي چې داسې به شوي وي داسې به شوي وي د افسانې پۀ حواله دا وئېلے کېږی چې کوم ځاے افسانه ختمېږي هم د دغه ځاے نه یؤه بله افسانه شروع کېږي او دا انکشاف پۀ ما باندې هغه وخت وشو کله چې ما د میاں لطیف شاه شاهد صېب یؤه افسانه( *نیمګړے نوم*) ولوستله چې د اے پي ایس سکول د واقعې پۀ تناظر کښې لیکلے شوې وه 

کوم ځاے کښې چې هغوي افسانه ختمه کړې هم د هغه ځاے نه زما پۀ ذهن کښې بله افسانه راغله دغه د لیکونکي کمال وي د کردار مناسبت سره کار اخستل لکه مخکې ما ذکر وکړو رېړې والا به د رېړې والا پۀ شان خبرې کوي پروفسر به د پروفسر پۀ شان خبرې کوي دغه شان کۀ یؤ بدمعاش دے هغه به د بدمعاش پۀ انداز کښې خبرې کوي د دې پاره مشاهده زیاته ضروري ده 


*انقلابي شاعر څۀ ته وائي او نازک خیالي پۀ شاعرۍ کښې څۀ ته وائي*

انقلابي شاعر هغۀ ته وائي چې کوم شاعر پۀ خپلو خیالاتو کښې د یؤ نوي نظام راوړو تبلیغ کوي پۀ خپله شاعرۍ کښې د زوړ نظام بدلون غواړي هغه انقلاب غواړي نو دغه انقلابي شاعر دے 

*نازک خیالي*

یؤ خو عام خیالونه دي لکه څنګه چې مونږ پۀ شاعرۍ کښې وایو یار رانه جدا دے فلانے دے او ډینګرے دے نو دا عام خبرې دي

بل 

*نازک خیالي ده*  

هغه خیال راپېدا کول چې هغې ته د بل چا فکر نۀ شي تلے هغه مضمون پۀ شعر کښې راوړل چې هغې ته فکر رسېدل ډېر زیات ګران وي لکه مثال حمید بابا وائي


*ما وئېل عېن ګڼه ګل دے د غُنچې پۀ لمن ختے*

*چې مې کوت یؤ ګل اندام وۀ پروت پۀ سبزه دوشاله کښې*


بل مثال حمید بابا

*لکه سر د پسۀ پۀ اور غاښونه سپین که*

*ماله نن لۀ ډېره سوخته خندا راغله*


دغه نازک خیالي ده 


راقم الحروف نثارمحمد خاکسار

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

Post a Comment

0 Comments