Subscribe Us

Header Ads

Mashomtob pashtoadabidarbar


 عنوان ( ماشومتوب )


کاش چې ماشومتوب وو 

ځما هاغه زندګي وه


نه پرواه مې ده دنيا وه

بس څه ښکلې ليونتوب وو

که به لږ شان په ژړا شوم 

مور به چغې کړې داولې 

ښور به زر غيږ کښې اوچت کړم

وٸيلې مور جوړې څه غواړي

نو بابا به مې نعرې کړې 

هله زر کړه ماله ٸے راوړه

درنه نور په ژړا نه شي

چې ممونه ورله راوړم

څه بې غمه بې روخي وه

ما چې لوبې به کٶلې 

نو ده هر چا خوشحالي وه


کاش چې ماشومتوب وو 

ځما هاغه زندګي وه


په دې ټوقو او ټقا کښې

زه په ښه او بده پوٸې شوم

ده خپل زانه خبر نه شوم

چې دا څنګه رازلمے شوم

ده غمونو سره مخ شوم

ده فکرونړ سره مخ شوم

نه ده خور په مينه پوٸې شوم

نه ما خپله مينه ورکړه

بس ده مور سترګې کاته وو

ده مور مينه ليونۍ وه

بابا ډير ډير قاريدلو

په روزګار ٸے ګرزولم

ده بابا سوچ کاميابي وه


کاش چې ماشومتوب وو 

ځما هاغه زندګي وه


ښو ما زان نه پيژندلو

هيس روزګار مې نه کـٶلو

يو لوفر به ګرزيدمه

نه سبق وو نه هنر وو

په يو شان به ګرزيدمه

په اوږو مې هيس زور نه وو

بس بابا يوه اسره وه

ماته ډير ډير نصيحت وو

ستا ملګري ټول کامياب دي

ما نصيب به زر بدنام کو

ده هر چا خپل خپل نصيب دے

ده بابا هره خبره ماته کلکه به بيښي وه


کاش چې ماشومتوب وو 

ځما هاغه زندګي وه


چې بابا شـٶلو کمزورے 

بيا زمير مې رابيدار شو 

غريبۍ ستا نه خبر شوم

په ډير څه باندې پوٸې شوم 

خو بيا وخت وو رانه تلے

نه هنر وو نه روزګار وو

نه په لاس کښې څه طاقت وو

ټول ياران رانه جدا شو

غم ښواران رانه جدا شو

بيا به هسې مې ژړل ډير

هيس قيمت ده ژړا نه وو

په سوچونو کښې به پروت ووم

په هر لوري ناکامي وه


کاش چې ماشومتوب وو 

ځما هاغه زندګي وه


بيا سعودي ته په تکل شوم

په قرضونو مينتونو 

ده سعودي سينې له راغلم

دا سينه ډيره توده وه

غلامي ښکاره پيشه وه

ده عربو بيا غلام شوم

نه مې ناز وو نه نخرې وے

څه بې درده ځمانه وه

څه بې درده ٸے لمحې وے

نه سحر وو نه ماښام وو

هر قدم ده سود او زيان وو

هلته تش ده زړه خوراک وو

هره سترګه فرغوني وه


کاش چې ماشومتوب وو 

ځما هاغه زندګي وه


زه منم چې دولت راغے

کور کښې لږ ډير راحت راغے

لږ ده سيالو سره سيال شو

لږ واپس خپلو کښې شمار شو

او ما ډيره ګټه وکړه 

ده دولت عزت مې اوموند

خو يو لويه خساره وه

چې واپس ده راتلو نه وه

څه په مينه کښې شوم پاتې

ياره ډير څه مې پيدا کـړل

خو ځواني مې رانه لاړه

په پردي وطن ايرې شوه

سمه ملا مې راکونټي وه


کاش چې ماشومتوب وو 

ځما هاغه زندګي وه


چې شيخانو نه فالتو شوم

نور ده هغوي ده خدمت ووم

ټولو وٸيلې زان تيار که

دا وطن راته وزګار که

دلته څله فالتو ګرزېږې

تش خوراک درباندې نه کوو

چې واپس کلي ته راغلم

هر څه ښکلي برابر وو

ده ليونې اوربل سپين شوے وو

ماته واٸي څنګه ښکارم

بيا مې ډکې سترګې اوٸے

چې بابا ستا مې منلي وو

ده ، ودان ، په خپل ژوندون 

دغه وړه نظر ثاني وه


 کاش چې ماشومتوب وو 

ځما هاغه زندګي وه


خان بابا ودان

Post a Comment

0 Comments