ژوند لــــه اِعتبار پـکار دے
لــــږ انــتــظـار پـکار دے
ځـوانـه هُــنــر اِزده کــــړه
ځـوانـه څــۀ کار پـکار دے
ګُفتار کـه ښـۀ شـي نو څـۀ
ښـۀ خــــو کِردار پـکار دے
مـور مــې عـالـمـه خـوٙښـه
ځوے مې اوښیار پکار دے
غــــــــزل ژور خوند راکـئ
شــعــر مــزيـدار پـکار دے
يــتــيــم وطـن څـــۀ کوي
ورله مــــــړ پلار پـکار دے
#د_باچا_جي_پـشـانـتـي.
يو ښــــۀ فـنـکار پـکار دے
مـيـنـه او مـيـنـه مـيـنـه
دغــــــــه روزګار پـکار دے
#_ارمانه_ وژنه مــې مــۀ
ژوند مـــې پـکار پـکار دے
خان بابا ودان صیب ته
0 Comments