Subscribe Us

Header Ads

Laka de mar


خوښه مو چې طنز یې بولئ او که د نخښې منځ.☺ لکه د مار🐍 غزل ټکونه راکوي په زړګي یار لکه د مار بې پامه یې راکړی دی ګوزار لکه د مار د عصر زبر ځواک یې ځکه ګرد په کونه تاو کړ پرې کړی دی غازیانو وړکو وار لکه د مار د هغې ګلبدنې جلکۍ مور لکه لټکه د هغې ګل اندامې جلکۍ پلار لکه د مار ماښام لکه لړم د مجرد وي لکۍ ډانګه په ځای کې کونجیله پروت وي سهار لکه د مار د سترګو په وتو یمه راغلی تر تا پورې ما ټوله په سینه وهلې لار لکه د مار چې هر چرته دې ولیدۀ نو سر، سر ته یې وله رقیب له سره نۀ لري ازار لکه د مار تۀ کور کې دومره ووایه چې دا سړی مې خوښ دی بس زۀ خو درته ناست یمه تیار لکه د مار تر څو به "یاره" په کږو لارو روان یې تر څو به داسې کوږ کوې رفتار لکه د مار ـــــــــــــــــــــــــــــ

Post a Comment

0 Comments