Subscribe Us

Header Ads

Fankar

 فن یې رسوا کړلو فنکار ته یې کنځلې اوکړې

د ژوند ښکلا د ژوند سینګار ته یې کنځلې اوکړې


حجره ، ګودر، نښتر، چینار ته یې کنځلې اوکړې

رباب یې مات کړلو ستار ته یې کنځلې اوکړې


هغه چې تنګ شولو د خپلې بې وسۍ حالت نه

مخ یې اسمان ته کړو بادار ته یې کنځلې اوکړې


د مغربي سماج اثر یې په ذهنونو اوشو

اغیار یې خپل کړلو او یار ته یې کنځلې اوکړې


دا بې ضمیره له ښائېسته نا خبره خلق 

بلبل یې مړ کړلو مالیار ته یې کنځلې اوکړې


د فسادونو نه یې دومره تسکین واغستو چې

د باچا خان بابا مزار ته یې کنځلې اوکړې


 عجبه نۀ وه په *بلال* پسې کۀ سپي غپېدل 

خفه په دې شوم چې نوښار ته یې کنځلې اوکړې


🌻🌻🌻 بلال فدا سرحدي🌻🌻🌻

Post a Comment

0 Comments