غـزل
مسافری دې ږیره سپینه کړه بوډا شوې یاره
پرادي وطن کې جوړ د خلکو د خندا شوې یاره
ښکلي ځوانې دې د پرادیو مزدوری و خـــــوړه
ځواني د تیره شوه را درومه نور بابا شوې یاره
پرادی وطن د کړو ودان خو ته مالداره نه شوې
هسې د خپل وطن له غیږې نه جدا شوي یاره
مسافری کې د څوک قدر او عزت نه کوي
طاقت د ختم شو کار نه شې کړی رسوا شوې یاره
ږیره د سپینه سر د سپین شو مسافر لالیه
لکــــــه د ونې پاڼه رپې ور خطا شوې یاره
چې خپل وطن یې کړو در یاد زړګی د وخوږیدو
د خوار امید غزل ته څنګې په ژړا شوې یاره
0 Comments