سوچ کٶمه کبرژنه خو به نه وي
هغه پيغله دروغژنه خو به نه وي
ما لمن ده انتظار کلکه نيولې
هغې پريخې يې لمنه خو به نه وي
انتظار دې سم وهمي كړم زړۀ كښې وايم
دۀ ګهړئ ولاړه ستنه خو به نه وي
هر مئين خدايه پخپل وطن کې شته کړې
که نهر وي بې ديدنه خو به نه وي
ما ليدې په ائينې دا وا خله ايخې
تا خوړلې خپله زنه خو به نه وي
دې تصوير کې خو خفه دا ډيره زياته
هغه ما پسې غمژنه خو به نه وي
يادوي مې چاته وائي ليدى نه شي
چې ورک شوى ده وطنه خو به نه وي
خپله سپينه لوپټه يې لاس کې راوړه
نصیب مړ دى بې کفنه خو به نه وي
0 Comments